اسلم غوری د پیر صاحب پګاړا د ماما مخدوم حسین محمود په مړينه غمرازي ښكاره كړه


اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د جمعیت علمائے اسلام (ف) وياند اسلم غوري د مسلم لیګ فنکشنل مشر پیر صاحب پګاړا د ماما مخدوم حسین محمود په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د نهې په ورځ د جے یو آئی مرکزی میډیا سېل د اړخه جاري بيان له مخې وياند اسلم غوری وئيلي دي د مخدوم حسین سماجی او سیاسی خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔