اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) د پاكستان وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځې په موقع پياوړې پرېډ وكړو. په پرېډ كښې ترك پوځي بېنډ، د بحرېن، فلسطين، عراق، سري لنكا او تركيې پېراټروپرز په خاص توګه ګډون وكړو. د بحرېن د نېشنل ګارډ كمانډر جنرال شېخ عيسٰی بن خليفه، د يوكے د سټرېټېجك كمانډ كمانډر سر پېټرك سېنډرز او د سري لنكا د پوځ چيف آف ډيفنس اېنډ كمانډر هم د پرېډ مشاهده وكړه. د شكرپړيا په پرېډ ګراٶنډ كښې قومي بېرغ ته د 21 توپو سلامي وړاندې كړې شوه او 105 فيلډ رېجمنټ د قومي بېرغ سلامي وكړه. په دستوره كښې د بري پوځ مشر چيف آف آرمي سټاف جنرال قمر جاوېد باجوه نشان امتياز﴿ملټري﴾، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرال نديم رضا، وائس چيف آف ايئر سټاف ايئر مارشل سيد نعمان علي هلال امتياز﴿ ملټري﴾، چيف آف دي نېول سټاف اېډمرل محمد امجد خان نيازي هلال امتياز﴿ملټري﴾ پرېډ ته راغلل. د دې نه پس روايتي بګل غږول كېدو سره د خاص مېلمه صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د راتګ اعلان وكړے شو كوم چې په خاص سره بګهي كښې پرېډ ګراٶنډ ته راورسېدو. پرېډ خاص مېلمه صدر مملكت ته سلامي وكړه او قومي ترانه واورول شوه. د قومي ترانې نه پس د كلام پاك تلاوت سره دستوره په رسمي توګه پېل شوه. د وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځې د پرېډ شريك كمانډر خاص مېلمه صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ته د پرېډ د معائنې كولو خواست وكړو. د پاكستان ورځې په پرېډ كښې د ايئر چيف مارشل په مشرې كښې د فلائي پاسټ مظاهره وشوه چې پكښې د پاك فضائيه او د پاك بحريه الوتكو فلائي پاسټ وكړو. د صدر مملكت لخوا د پرېډ د معائنې نه پس پاك فضائيه او پاك بحريه د فلائنګ پاسټ پياوړې څرګندونه وكړه. د پاك پوځ ډلو مارچ پاسټ وكړو. د پاكستان د دفاعي ساز و سامان نندارتون هم وكړے شو. د كورونا وائرس د بندېزونو له امله په محدود شمېره كښې شائقينو ته په پرېډ كښې د ګډون كولو اجازه وركړې شوې وه. په دستوره كښې بېلا بېل سېګمنټس څرګندولو لپاره ډېجيټل سكرينز لګول شوي وو. د پرېډ سكرپټ د تحريك پاكستان سره پېل شو او قيام پاكستان لپاره قربانې وركوونكو ته پېرزوينه وړاندې كړې شوه. په هنګو كښې د اعتزاز احسن پشان د ترهګرې په ضد جنګ كښې قرباني وركوونكو ته پېرزوينه وړاندې كړې شوه. په دستوره كښې د مقبوضه كشمير كم عمر پېلټ ګن ځپليو حبا نثار او آصفه بانو ته هم پېرزوينه وړاندې كړې شوه. نواب سراج رئيساني، هارون بلور او شجاج خانزاده ته د همت او عزم د علامت په توګه پېرزوينه وړاندې كړې شوه. د پرېډ تهيم يو قوم يو منزل په مختلفو رنګونو كښې په نظر راغلو. د مېرمنو په ډله كښې د پوليسو، رېنجرز، اے ا ېن اېف او د اے اېس اېف مېرمنې افسرانې شاملې وي. د پرېډ يوه مهمه برخه پرائيډ آف پاكستان انكلوژر وه. په دې انكلوژر كښې داسې كسان شامل وو كومو چې په خپلو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې. په دستوره كښې په بېلا بېل فلوټس د پاكستان تشخص په غوره انداز كښې وړاندے كړے شو. ډهول پارټۍ په بېلا بېلو سرونو د ټولو سيمو نمائندګي وكړه. مېرمنې هم د ډهولچي ډهول پارټۍ مهمه برخه وې.
د پاكستان وسله والو ځواكونو د پاكستان ورځې په موقع پياوړې پرېډ وكړو
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی تجزیاتی ایپ