اسلام آباد 13جون (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبي هم غږۍ او مينځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرافي وئېلي دي چې د سعودي لخوا د حج په اړه د پريكړی مكمل تائيد كوو٬د كورونا بدلېدونكي صورتحال له امله دا مناسب او درست پريكړه ده۔ده دا خبرې سعودي ته په نجي دوره د روانېدو په موقع مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔حافظ طاهر محمود اشرافي ووئيل چې حج يوه فريضه ده كومه چې استطاعت سره مشروط كړې شوې۔په استطاعت كښې د سفر امن٬صحت٬سفري اخراجات او اهل و عيال سره اخراجات مكمل كېدل دي٬په اوسنو حالاتو كښې د كورونا وبا له امله په سفر كښې هم ستونزې دي او د صحت احوال هم د اطمينان وړ نه دي۔د سعودي حكومت د اسلامي نړۍ د مذهبي مشرانو په مشوره چې كومه پريكړه كړې هغه د ستائنې وړ ده۔د پاكستان حكومت٬د پاكستان دارالافتا او د پاكستان علماﺀ كونسل پشمول د ټول مكاتب فكر علماﺀ او مشائح د دې تائيد كوي۔ده ووئيل چې په اوسنو حالاتو كښې 60 زره حاجيانو لپاره انتظامات كول به هم د سعودي حكومت په غوره كارنامو كښې وي
د سعودي لخوا د حج په اړه د پريكړی مكمل تائيد كوو٬د كورونا بدلېدونكي صورتحال له امله دا مناسب او درست پريكړه ده۔حافظ طاهر محمود اشرافي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو