پېنډې 06 مئي (اے پي پي) د غوث العالم حضرت بهاٶالدين زكريا ملتاني او د شېخ المشائخ حضرت شاه ركن عالم سجاده نشين خارجه وزير شاه محمود قريشي ، د برتانيې هائي كمشنر ډاكټر كرسټن ټرنر، مخدوم زاده زېن حسن او د اسلامي نظرياتي كونسل چيئرمېن ډاكټر قبله آياز په عيد ګاه شريف كښې سجاده نشين پير محمد نقيب الرحمان او محمد حسان حسيب الرحمان سره روژه ماتې كړے. په دې موقع په خپلو خبرو كښې دوي ووئيل د دربار عاليه عيد ګاه شريف ديني، تبليغي خدمات او په خوږ وطن كښې ورورولې، روادارې، امن او سلامتيا او د مخلقوق خدا خېر ښېګړې لپاره كېدونكې هر ډول ممكنه هڅې د ستائنې وړ دي. دوي ووئيل دربار عاليه عيد ګاه شريف نه يوازې په خوږ وطن پاكستان بلكې په ټوله نړۍ كښې د مسلمانانو د اتحاد او د امت د اتفاق مركز دے. دلته د مخلوق خدا زړونه د توحيد، عشق رسول مقبول﴿ص﴾ او د دين متين اسلام اعلٰی تعليماتو د لارې منور كولے شي
خارجه وزير شاه محمود قريشي او د برتانيې هائي كمشنر په عيدګاه شريف كښې پير محمد نقيب الرحمان سره روژه ماتې وكړو
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ