اسلام آباد 21 مئی (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي حكومت د آئي ټي انډسټرۍ ودې لپاره اقدامات كوي،په هېواد كښې د فور جي سروسز معیار ښه كولو له دې مناسب اقدامات وكړے شي٬ وزیراعظم ته د آئي ټي وزارت د اړخه ووئيل شول تر 2029 د پاكستان د آئي ټي برآمدات 25 اربه ډالره ته د رسولو هدف ټاكلے شوے، د پاكستان ډیجیټل كمېشن به جوړولې شي ، راروانو 5 كلونو كښې به 15 لكهه كسانو له تربيه وركولې شي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د انفارمېشن ټیكنالوجي او ټیلی كام وزارت او د نیشنل انفارمېشن ټیكنالوجي بورډ د چارو په اړه مهمه غونډه د نهې په ورځ وشوه۔ګډون كوونكو سره په خپلو خبرو كښې وزیراعظم ووئيل پاكستان د انفارمېشن ټیكنالوجي په څانګه كښې زيات استعداد لري د كومو څخه ګټه پورته كولو ته چې ضرورت دے۔ده ووئيل حكومت د آئي ټي انډسټري ودې له ګامونه پورته كوي،د آئي ټي انډسټري دې د هېواد په معیشت كښې خپل كردار ترسره كولو له د حكومت ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل پاكستانی انټرپرینیورز دې د آئي ټي سیكټر ودې او پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي ۔ وزیراعظم په هېواد كښې د فور جی سروسز معیار ښه كولو له د مناسب اقدامات سپارښتنه هم وكړه۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د آئي ټي برآمدات زياتولو له دې عملی اقدامات ته پام لرنه وكرې شي ۔ وزیراعظم د سټیټ بینك آف پاكستان ګورنر ته هم سپارښتنه وكړه چې سافټ ویئر پراډكټس برآمد كوونكو ته د ډیبټ كارډ او فارن كرنسي په چارو كښې د بانكونو د اړخه كوم خنډان رامخې ته نه شي۔ وزیراعظم امر وكړو چې په هېواد كښې د آئي ټي پروفیشنلز شميري زياتولو له دې هائر ایجوكیشن كمیشن، جامعات او تربیتی ادارې په ترجیحی بنیادونو كار وكړي۔ ده د حكومت او آئی ټی انډسټري ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو او د آئي ټي انډسټرۍ مسئلې په سمدستي توګه د حل كولو سپارښتنه خك وكړه۔ده ووئېل د اسټارټ اپس ودې او هغې له آسانيو وركولو له دې د نجی څانګې سره مشاورت وكړے شي۔وزیراعظم د نېشنل انفارمېشن ټیكنالوجي بورډ كاركردګی معلومولو له د يوې خصوصی كمېټۍ جوړولو هم هدايت وكړو ۔غونډي ته د انفارمېشن ټیكنالوجي او ټیلی كام وزارت د اړخه انفارمېشن ټیكنالوجی او ټیلی كام څانګو په اړه په تګلاره تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔غونډه خبر كړې شوه چې تر 2029 د پاكستان د آئي ټي برآمدات تر 25 اربه امریكائي ډالرو د رسولو هدف لرو٬ د هدف سر كولو لپاره دټیك سروسز او كیپټو آئي ټی كاروبار ته به پراختيا وركولې شي۔غونډي ته ووئيل شول پاكستان ډیجیټل كمېشن به جوړولې شي ٬ په دې اړه ضروري قانون سازی شوې ، ګورنمنټ ټو ګورنمنټ ، ګورنمنټ ټو بزنس ټرانزیكشنز آټومیشن سره د صحت، تعلیم ، زراعت او نورو څانګو كښې به جدت راوستلے شي۔ګډون كوونكو ته ووئيل شول چې د پاكستان ډیجیټل نېشن نومی منصوبې سره به حكومتی چاري او معیشت ډیجیټائز كولې شي۔غونډه خبر كړې شوه چې راروانو 5 كلونو كښې د آئي ټي په څانګه كښې د 15 لكهه كسانو د تربيې هدف لرو ۔دې نه ځانله راروانو 5 كلونو كښې 2 لكهه كسانو له كلاؤډ كمپیوټنګ ، آرټیفیشل انټیلی جنس او سائیبر سكیورټی په اړه تربیه وركولې شي۔غونډي ته ووئيل شول د پبلك پرائیویټ پارټنرشپ د لارې د آئي ټي پروفیشنلز لپاره نړيوال سرټیفیكیشنز به باوري كولې شي۔د آئي ټي پروفیشنلز لپاره ماسټر ټرینر پروګرامز به پيل كولې شي۔غونډي ته ووئيل شول سباؤن كښې به د آئي ټي درې پاركس او 250 ای-روزګار مركزونه جوړولې شي۔د انفارمېشن ټیكنالوجي او ټیلی كام وزارت د اړخه ټیلي كمیونیكیشنز سیكټر پرمختګ او ودې په اړه د اوږدې مودې ، مينځنۍ مودې او لندې مودې تجاویز وړاندې كړے شول۔غونډي ته ووئيل شول موبائیل براډ بینډ كوریج 100 اېم بی پی ایس ته د رسولو هدف دے دغسې فائبر پینیټریشن به 12 فیصد ته رسولې شي۔په غونډه كښې د خزاني وفاقی وزیر محمد اورنګزیب ، د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال (د وډیو لنك د لارې)، د اقتصادی چارو وزیر احد خان چیمه ، د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر عطاء الله تارړ،د انفارمېشن ټیكنالوجي او ټیلی كام وزیر مملكت شزا فاطمه، د وزیراعظم كوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلیٰ سركاری افسرانو ګډون كولو
د آئي ټي برآمدات زياتولو لپاره دې عملی اقدامات ته پام لرنه وكړ شي ، د وزیراعظم شهباز شریف د انفارمېشن ټیكنالوجی او ټیلی كام وزارت او د نېشنل انفارمېشن ټیكنالوجي د بورډ چارو په اړه د جاج اخستو غونډې ته وينا
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر