خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره د جمهوريه چيك خارجه وزير ټېليفوني تماس٬د شريكې خوښې او په نړيوالو چارو روابط او خبرو اترو زياتولو ته اتفاق


اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي)خارجه وزير محمد اسحاق ډار سره د جمهوريه چيك خارجه وزير جان ليپاوسكي د شورو په ورځ ټېليفوني تماس ونيولو ۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او جمهوريه چيك ترمينځه نزدې د ملګرتيا اړيكو د شريكې خوښې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو ۔خارجه وزير محمد اسحاق ډار راتلونكي كال پاكستان او جمهوريه چيك ترمينځه د سفارتي اړيكو قيام 75 كاله بشپړېدو ذكر كولو سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬تعليم او اولس ترمينځه د تبادلو پشمول بېلو څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو په اهميت زور راوړو ۔دغسې دواړو خارجه وزيرانو د شريكې خوښې ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو له د روابطو او خبرو اترو زياتولو ته هم اتفاق وكړو ۔