د ګلګت بلتستان کونسل له د دفتر ودانۍ جوړولو پلان دې زر وړاندې كړے شي۔ وفاقي وزيرانجينئر امير مقام


اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د سېفران او د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته اسلام آباد كښې د ګلګت و بلتستان کونسل آفس بلډنګ جوړولو پلان په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير په دې موقع سپارښتنه وكړه چې د ګلګت بلتستان کونسل د دفتر ودانۍ پحقله تفصيلي پلان دې زر وړاندې كړے شي دغسې چې تعميراتي كار زر پېل كړے شي۔ په دې موقع د كشمير چارو سېكرټري جواد رفيق ملك او جوائنټ سېكرټري سدھير خټك هم موجود وٶ۔

متعلقہ مضامین