اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د زيات سخت وخت نه راوتې يو٬ اوس ښه وخت راروان دے٬ مخالفين په اقتصادي شرح نمو حېران دي٬ اكنامك زونز جوړېدو سره به د هېواد برآمدات زيات شي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د جمعې په ورځ د رشكئۍ اكنامك زون كمرشل لانچ دستورې ته وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل نن نه يوازې خېبرپښتونخوا بلكې پاكستان لپاره خوشبېينه ورځ ده، صنعتونه جوړېدو نه غېر د دولت پېداوار زياتېدے نشي٬ رشكئۍ اقتصادي زون د سي پېك برخه ده، وزيراعظم ووئيل چين په نړۍ كښې په بيړه ترقي كونكے هېواد دے٬ د لويديز صنعتي پرمختګ پخوانۍ خبره ده٬ مونږ له د چين صنعتي پرمختګ څخه زده كړې ته اړتيا ده،۔ده د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې ته امر وكړٶ چې د زون زمكه خرڅه نه كړئ بلكې په ليز دا صنعت كارو ته وركړئ٬ دغسې چې صنعتونه جوړ شي۔ په دستوره كښې د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰې او د چين سفير هم موجود وٶ
د زيات سخت وخت نه راوتې يو٬ اوس ښه وخت راروان دے٬ د مشكل صورتحال باجود د پاكستان معيشت ښه كېږي، اكنامك زونز جوړېدو سره به د هېواد برآمدات زيات شي۔ د وزيراعظم عمران خان د رشکئۍ ترجيحي خاص اكنامك زون د كمرشل لانچ دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج