اسلام آباد 12 جون (اے پي پي)د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وفاقي بجټ 25-2024 كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د هېلت انشورنس سكيم بحالۍ په اعلان خبريالې ورورورلۍ له مباركي وركولو سره وئېلي دي د خبريالانو او ميډيا وركرز ته د هېلت انشورنس وركړه د حكومت وړومبۍ ترجيح ده٬خبريالان زمونږ د ټولنې مهمه برخه ده٬د جمهوريت په قوي كولو كښې د دوي كردار څخه انكار نشي كېدے ۔د شورو پ?? ورځ په خپل بيان كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل خبريالا??و ته هېلت انشورنس وركول تاريخي ګام دے د كوم څخه به چې د هېواد خبريالانو او ميډيا وركرز روغتيا او خېرښېګړه باوري كولو له مرسته تر لاسه شي۔ده ووئيل د سكيم له مخې به په وړومبي پړاؤ كښې پنځه زره خبريالانو او ميډيا وركز او دوهم پړاؤ كښې نور 10 زره خبريالانو او ميډيا وركرز ته هېلت انشورنس وركړے شي۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف هم مننه كوم چا چې په دوهم ځل د وزيراعظم چوكۍ چارج سنبهالولو نه پس د خبريالانو لپاره هېلت انشورنس سكيم بيا پیل كړو
وفاقي بجټ كښې د خبريالانو او ميډيا وركرز لپاره د هېلت انشورنس اعلان٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله تارړ خبريالانو ورورولۍ له مباركي وركړه
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ