اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي قام د غېر رياستي عناصرو لخوا سختو خطرو سره مخ دے٬ زمونږ د اولس٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو او ?? پوليس لخوا د ډېرو قربانو په نتيجه كښې د ترهګرې مخ نيوي باوري شوې٬ په حقيقت كښې د پاكستان تاريخ د شهيدانو په وي??و ليكلې شوې٬ بايد پوليس كاميابې لپاره په خپل كورني نظام كښې نوې ټېكنالوجي خپله كړي٬ د هېواد سماجي او معاشي پرمختګ او ??ستحكام لپاره د قانون نافذ كوونكو ادارو ذمه وارې او كردار ډېر مهم دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ په نېشنل پوليس اكېډمې كښې د اسسټنټ سپرنټېنډنټ پوليس د 43 خاص تربيي پروګرام او ?? 19م نېشنل كمانډ كورس پاسنګ آؤټ پرېډ ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په پاسنګ آؤټ كښې د 3 مېرمنو افسرانو پشمول 37 اے اېس پي تربيه ترلاسه كولو سره فارغ شول۔ احسن اقبال پاس آؤټ شوو افسرا??و له مباركي ور??ولو سره هيله څرګنده كړه چې هغه به خپل خدمات د پاكستان اولس لپاره وقف كړي۔ ده د هغوي غوره او كاميابه كېر??ئر لپاره دعا وكړه او وې وئيل اولس د دوي نه ډېرې هيلې لري او ??ا د اولس جائز غوښتنه ده چې د دوي خدمات بايد د پرمختلليو هېوادونو د پوليس ادارو غوندې وي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل مونږ د پاكستان روښانه سباؤن او ??قا باوري كولو لپاره د 60 زره خلقو د ژوند قرباني ور??ړې او ?? اربو ډالرو زيان شوے۔ ده ووئيل ترهګر په مزارونو او ?? اقليتونو په مذهبي ځايونو بريد كولو سره د حكومت او ??ولس عزم ماتول غواړي۔ احسن اقبال ووئيل مونږ ډېرې وسيلې لرو٬ زمونږ ځوانان د ابادې لويه برخه ده٬ زمونږ خلق صلاحيت لري٬ مونږ سائنسي٬ تېكنيكي او كاروباري صلاحيتونه لري۔ ده ووئېل پاكستان يو لوي ماركيټ دے خو دې هر څه لپاره د استحكام ضرورت دے۔ ده ووئيل د ترهګرې او ??رائمو په ضد جنګ كښې د اولس كردار مهم دے۔ د پوليس او ټولنې ترمېنځه د مرستې په نتيجه كښې بهتري ممكنه ده۔ ده پاس آؤټ شوو افسرانو ته ووئيل هغوي د وګړو د حقونو د محافظه كېدو او ?? آئين له مخې سوګند اخلي چې هغوي به د قانون حكمراني باوري كوي۔
قام د غېر رياستي عناصرو لخوا سختو خطرو سره مخ دے
مضمون کا ماخذ : عظیم البینی