اسلام آباد ۔ 19 مئی (اے پی پی)وزیر اعظم محمد نوازشریف وئيلي دي د پاكستان په اقتصادي اشاريو كښې ښكاره ښه والې رامخې ته شوې چې اعتراف ئې نړيوالې مالياتي رېټنګ ادارې كوي۔ د پاكستان شمېره اوس تندۍ سره پرمختګ كوؤنكو معيشتونو كښې كېږي۔ وفاقی او صوبائی حکومتونه د هېواد پرمختګ لپاره كار كوي۔ د سی پېک په منصوبو تندۍ سره كار روان دے۔ د پرمختګ په عمل بايد سياست ونكړې شي۔ د پاكستان سوكالي د هر يو ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي اقتصادي كونس?? غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ غونډه كښې د آزاد كشمير وزيراعظم ٬ د كے پي كے ګورنر ٬ د پنجاب ٬ سندھ ٬ كے پي كے او بلوچستان اعلی وزيرانو ٬ وفاقي او صوبائي وزيرانو او د ګلګت بلتستان اعلی وزير موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل 5.28 فیصده شرح نمو د ستائنې وړ ده۔ وفاقي او صوبائي حكومتونه د هېواد پرمختګ ??ه په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل چين كښې د بېلټ اېنډ روم فورم په مهال ټول اعلی وزيران ماسره وو او نړۍ وكتل چې پرمختګ لپاره پاكستان كښې ټول يو بل سره سلا دي۔ او دا زمونږ د اتحاد يو مثبت پېغام دے۔ وزیر اعظم ووئيل مونږ د توان منصوبو ته خاص پام كړې۔ او ارزانه برېښنا پېدا كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل مونږ اېل اېن جی ، سكرو ، هائیډل ، سولر او د هوا په شمول د توان بېلې وسيلې كارولو ته پاملرنه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل بنيادي اډانه د پرمختګ بنياد دے ځكه مونږ سړكونو او مواصلات ته خاص پاملرنه كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل پرمختيائي منصوبه بندۍ له د اولس خېر ښېګړې له تګلاره وضع كړې شوې۔ وزیراعظم ووئيل موجودہ حکومت د مالي كال 2012-13 په مقابل كښې د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام (2017-18 ء) كښې د صوبو برخه يو په 3 زياته كړې۔ ده ووئيل فاټا ح??ومت لپاره د اے جے كے ٬ ګلګت بلتستان او نورو صوبو غوندې سيمه ده۔ده په دې خبره زور راوړو چې د روغتيا ٬ زده كړې او د نورو څانګو پرمختيائي منصوبو ته بايد خاص پام لرنه وكړې شي۔
د پاكستان شمېره په تندۍ سره پرمختګ كوؤنكو معيشتونو كښې كېږي
مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔