اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناﺀ الله خان وئېلي دي چې د اولس يا رياست په ضد په ترهه ګرۍ كښې ككړ كوم تنظيم يا تن سره به خبرې اترې نه كېږي٬د عمران خان په ضد توشه خانه٬فارن فنډنګ او القادر ټرسټ جعلسازۍ كيسونو پلټنې حتمي پړاؤ كښې دي٬د مذهبي چارو وزارت عربي او اردو كښې مستند نسخه مرتب كولو سره صوبائي قرآن بورډ څخه تائيد ترلاسه كولو نه پس د قرآن پاك هغه نسخه به هر ضلعې٬تحصيل او د ډويژن په كچه رسوي٬ټول صوبائي حكومتونه او وزارتونه به دا خبره باوري كوي چې د قرآن پاك نسخه د كوم هم شك او شبه څخه بالاتر وي٬كه په دې كښې چا د خنډانو راولاړولو هڅه وكړه نو د هغوي په ضد دې كاروائي وكړی شي۔ده د زيارت په ورځ د مذهبي چارو وفاقي وزير مولانا مفتي عبدالشكور سره په پاكستان كښې د تحريف شوي قرآن پاك اشاعت په مخ نيوي د عملدرآمد په اړه د د غونډې نه پس خبري كنفرنس ته وېنا كوله۔د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د قرآن پاك حفاظت لوے څښتن په خپله ذمه اخستې٬يوه سنجيده هڅه ده بايد په دې معامله كښې د څه ډول بېغوري ونه كړی شي۔دا عمل د ثواب او ستائنې وړ عمل دې۔نن مونږ دا پريكړه كړی چې ٬د مذهبي چارو وزارت عربي او اردو كښې مستند نسخه مرتب كولو سره صوبائي قرآن بورډ څخه تائيد ترلاسه كولو نه پس د قرآن پاك هغه نسخه به هر ضلعې٬تحصيل او د ډويژن په كچه رسوي٬ټول صوبائي حكومتونه او وزارتونه به دا خبره باوري كوي چې د قرآن پاك نسخه د كوم هم شك او شبه څخه بالاتر وي٬كه په دې كښې چا د خنډانو راولاړولو هڅه وكړه نو د هغوي په ضد دې كاروائي وكړی شي۔ده ووئيل چې تېره ورځ يو خط په مېډيا كښې خپور شوې په دې اړه وضاحت كول غواړم هر هغه پاكستانې كوم چې څه نه څه وجه د داسې عمل ښكار شوې وي كوم چې د مواخذې وړ وي٬هغه لپاره ضروري ده چې د قانوني عمل څخه تېرېدو سره رياست له باور وركړي چې د رياست وجود٬آئين او قانون به مني٬په داسې صورت كښې معامله سمېدې شي خو كوم هم داسې تنظيم يا تن سره كوم چې د اولس يا د رياست په ضد ترهه ګرۍ كښې ككړ وي٬هغه سره د خبرو اترو سوال نشي پېدا كېدې٬د قامي سلامتيا كمېټۍ په غونډه كښې هم د دې عزم څرګندونه شوې چې ترهه ګر تنظيم يا تن سره به خبرې اترې نشي كولې تر څو چې معامله د افغانستان ده كه په دې اړه كومه خبره كېږي نو هغه به د افغان دولت سره كېږي
د اولس يا رياست په ضد په ترهه ګرۍ كښې ككړ كوم تنظيم يا تن سره به خبرې اترې نه كېږي٬د عمران خان په ضد توشه خانه٬فارن فنډنګ او القادر ټرسټ جعلسازۍ كيسونو پلټنې حتمي پړاؤ كښې دي۔د كورنيو چارو وزير رانا ثناﺀ الله
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ