لاهور 16فروري (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان د پارليمان غړو ته پنجاب كښې په راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره په اولسي توګه د متحرك كېدو سپارښتنه كولو سره وئېلي دي ټول ټاكلي غړي دې اولس سره خپله رابطه قوي كړي٬اولس ته دې احساس وركړے شي چې حكومت د هغوي د ستونزو څخه ښه خبر دے٬د ګرانۍ منفي اثرات څخه بچ كولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د لاهور٬سرګودها او ډېره غازي خان ډويژن پارليمان غړو سره په خبرو كښې كړې چا چې وزيراعظم عمران خان سره جلا جلا ملاقاتونه كول۔وزيراعظم ووئېل ټول ټاكلي غړي دې اولس سره خپله رابطه مضبوطه كړي٬اولس ته احساس وركړيئ چې حكومت د هغوي د ستونزو څخه ښه خبر دے او د ګرانۍ منفي اثراتو څخه بچ كولو لپاره ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔وزيراعظم د دې خبرې پخلے كړے چې حكومت ټارګټډ سبسډيز او ځوانانو لپاره د روزګار پراخه موقعې راپېدا كولو لپاره سرمايه كار دوست ماحول رامخې ته كولو سره د ګرانۍ منفي اثرات كمولو لپاره هڅې كوي۔د دې څخه وړاندې وزيراعظم عمران خان سره د ملاقات په مهال ټولو پارليماني غړو په پنجاب كښې د بلدياتي حلقو په حدبندو د تحفظات څرګندونه كړې او دغه يې ټربيونلز كښې د چېلنج كولو اعلان كړے ۔وزيراعظم سره په ملاقات كوونكو پارليمانې غړو كښې د لاهور ډويژن سره د توان وفاقي وزير حماد اظهر٬د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود٬د نشه اي توكو مخ نيوي وفاقي وزير اعجاز احمد شاه٬د قامي اسمبلۍ غړو ملك كرامت علي كهوكهر٬راحت امان اللہ بھټی٬ د پنجاب خزانې وزير مخدوم هاشم جوان بخت، د پنجاب د صنعت وزير میاں اسلم اقبال٬ جاوید اختر، سردار محمد محی الدین کھوسه، محسن عطا خان کھوسه، خواجه محمد داؤد سلیماني ، نیاز حسین خان، محمد عون حمید، محمد رضا حسین بخاری، محمد اشرف خان رند ، میاں علمدار عباس قریشی، خرم سہیل خان لغاری، محمد سبطین رضا، محمد طاهر، سردار محمد اویس احمد دریشک، سردار فاروق امان اللہ دریشک، ملک احمد علی اولکه، او شهاب الدین خان شامل وو۔
وزيراعظم عمران خان د پارليمان غړو ته پنجاب كښې په راتلونكو بلدياتي ټاكنو كښې كاميابۍ لپاره د متحرك كېدو سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : apostas lotofácil