نګران وزیرِ اعظم انوار الحق كاكړ په ورسك روډ د چاؤدنې پېښې غندنه وكړه


اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي) نګران وزیرِ اعظم انوار الحق كاكړ پېښور كښې په ورسك روډ د چاؤدنې پېښې سخته غندنه كولو سره د دې په نتيجه كښې ژوبل شويو كسانو لپاره د غوره طبي آسانيو برابرولو هدايت كړے۔ د نهې په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیرِ اعظم قانون نافذ كونكو ادارو ته د پېښې پلټنو كولو سپارښتنه كړې ده۔ ده وويلي ترهه ګرو به د پاكستان امن تباه كولو ناوړه عزائمو كښې چرې هم كامياب نه شي۔ ده ووئيل هېواد څخه د ترهه ګرۍ ناسور تر ختمېدو به جنګ روان وي۔ ده باور وركړو چې پېښه كښې ككړ كسان به نيولو سره خپل انجام سره مخ كولې شي۔ وزیرِ اعظم په چاؤدنه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا وكړه