لاهور 20 مئي (اے پي پي) داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د چا نه هېڅ خطر نه لري٬ ھغه به د بحرانونو پشمول په ټولو مسئلو كښې كاميابېږي، ټولې ادارې او حكوم?? په يو پېج دي٬ د حديبيه پېپر ملز کېس به په دوه دريو اوونيو كښې دائر كړے شي٬ جهانګير ترين ګروپ به په بجټ كښې عمران خان له ووټ وركوي٬ د عدم اعتماد يو تحريك هم نه دے راوړندې كېدونكے٬ په ګوندونو كښې ګيلې مانې وي كومې چې مونږ له لرې كول پكار دي٬ مخالفه ډله د وزيراعظم لاره نشي ??يو??ې۔ د زيار?? په ورځ د اېف آئي اے ريجنل دفتر دورې په موقع خبري كنفرنس ته وفاقي وزير ووئيل د شهباز ش??يف نامه په اي سي اېل كښې راغلې ٬ په ھغ?? ھغه په 15 ورځو كښې اپيل دائر كولے شي يا خپله هم داخله وزارت ته وړاندې كېدے شي۔ ده ووئيل په اي سي اېل كښې پنځه كسان مخروران دي او په 14 تورونو كښې 4 سلطاني ګواه جوړ شوي۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې د مخالفې ډلې مشران خپل هېواد ته راځي خو دلته نه تخښتي ۔ ده ووئيل كه ما څوك په دار كوي نو بيا به هم د هېواد نه لاړ نشم ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مريم نواز پخپله وئيلي دي كه ما ته بورډنګ كارډ هم ترلاسه شي نو بيا به هم لاړه نشم، د نواز ش??يف په كېس كښې زبردست پلان او ميډيكل رپورټ وو او ميډيا هم آرګنائز كړې شوه ھغه وخت زه هم په ھغه 14 وزيرانو كښې هم څوك چې د نواز ش??يف د بهر تګ په حق كښې وو، د تحريك لبيك پاکستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل كابينه كمېټي په راتلونكې غونډه كښې به د دې منظوري وركړې شي او د دې نه پس به ھغه د قانون له مخې كمېټې ته وړاندې كېدے شي۔ شېخ رشيد ووئيل د شوګر او مني لانډرنګ كېسونه د وزيراعظم خاص مرستيال شهزاد اكبر ګوري او ھغوي ته دا اسائنمنټ وزيراعظم وركړے ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل ن ليګ دا مهال دوه ګوندونه دي چې پكښې يو ګوند د شهباز ش??يف او بل د نواز ش??يف او مريم نواز دے چا چې ګوند دې ځائ ته رارسولے او نور به ئې تباهۍ پلو هم بيائي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زما پېشن ګوئي رښتيا ثابت شوې ٬ پي ډي اېم څه شو هر څه ټائيں ټائيں فش شول٬ زه خپلې ټولې همدردۍ مولانا فضل الرحمان لپاره لرم ٬ اوس هم دا وائيم چې راشۍ د 21 توپو سلامي به ورته دركړم، ده ووئيل وزيراعظم ته دا وايم چې دا مخالفه ډله ستا مخې ته نشي راتللې۔ شيخ رشيد ووئيل وزيراعظم عمران خان چې څومره خواري كوي د ھغ?? اجر به الله پاك وركوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د مافيا پخپله مقابله كوي او مونږ سره كار كولو لپاره يو كال پاتي دے ځكه چې د څلورم كال نه پس پنځم كال د ا لېكشن وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل علي ظفر له خپل رپورټ جمع كول پكار دي۔ ده ووئيل مونږ ته دا مهال د ګرانۍ مسئله رامخې ته ده٬ شوكت ترين ته وئېلې شوي چې لويه مسئله ګراني ده كومې لپاره چې اقدامات ضروري دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير زما د پن??اب اعلٰې وزير سره ملاقات شوے چې پكښې په سياسي او نورو چارو خبرې شوي۔ ده ووئيل عثمان بزدار د چا په ضد انتقامي كاروائي نه كوي او نه كول غواړي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزار?? په څانګو كښې مې د بدلون پالسي جوړه كړې ځكه چې په يوه چوكۍ د 18 كالو راهسې كسان ناست دي دغسې د سائبر كرائم صورتحال هم خراب دے٬ سائبر ونګ به لا فعاله كوٶ او تفتيسي نظام هم لا مربوط كوٶ٬ ځكه چې تفيش چې څومره قوي وي نو تورن به د عدالت نه سزا وار شي ٬ په دې لړ كښې به د اسلام آباد سائبر ونګ وړومبے ګورم۔
وزيراعظم عمران خان د چا نه هېڅ خطر نه لري٬ ھغه به د بحرانونو نه په كاميابۍ سره رابهر كېږي٬ د حديبيه پېپر ملز کېس به په دوو دريو اوونيو كښې دائر كړے شي، د اېف آئي اے سائبر ونګ لا فعاله كوٶ، د وفاقي وزير شېخ رشيد احمد خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان