اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي چې ع??را?? خان دې د ټاكنو په كميشن كښې د فارن فنډنګ د پوښتنو ځوابونه وركړي، د هغه نه چې څوك پوښتنه وكړي نو هغه ته كنځلې او دړكې كولې شي، ع??را?? خان غواړي چې ټول د هغه د دروغو بېعت وكړي، د كرپشن حساب دې وانخستلې شي، هغه د خوښې سوال، د خپلې خوښې ځواب، د خوښې مېچ، د خو??ې اېمپ??ئر او لوبغاړې غواړي چې دغسې د هغه په خوښه آٶټ او ناټ آٶټ وكړې شي. د نهې په ورځ د پخواني وزير او د پاكستان تحريك ان??اف لارښود چوهدري فواد حسېن په بيان په خپل غبرګون كښې د اطلاعاتو وفاقي وزيرې ووئيل چې ع??را?? خان د خوښې جج، د خوښې وكيل او د خوښې پرېكړه غواړي، هغه نه آئين مني او نه قانون، هغه خپل ځان آئين او قانون ګڼي. هغې ووئيل چې ع??را?? خان خپل ځان عدالت، جج او پوليس ګڼي، عدالت چې پوښتنه وكړي نو د هغه سپكاوې، تور لګول او بيا د سازش چغې وهل پېل كړي. د اطلاعاتو وفاقي وزير ووئيل چې د ټاكنو د كميشن د پوښتنو نه هغه 8 كاله تښتېدلې ، هغه تورونه لګولي دي او د دړكې ئې كړې دي. ده ووئيل چې د مېډيا په پوښتنو به چېنل، پروګرام او كالم بندولې شول، مقدمات او تور قانون جوړ كړے شو، خبريال په زندانونو كښې واچول شول او د هغو پښتې ماتې كړې شوې. كه سياسي مخالفينو پوښتنه كوله نو دوي د مرګ په جرندو ك??ې اچول شول او د كور تقدس به تر پښو لاندې كېدو. هغې ووئيل چې تر څلورو كلونو سره د ټولو هڅو ده د كوم يو سياسي مخالف په ضد هم يو تور ثابت نه كړے شو خو د دروغو د پاسه ئې دروغ وئيلي دي. هغې ووئيل چې داسې كس ته ذهني مريض وئيلې شي د كوم ځائ چې پاګل خانه وي.
عمران خان دې د ټاكنو په كميشن كښې د فارن فنډنګ د پوښتنو ځوابونه وركړي، د هغه نه چې څوك پوښتنه وكړي نو هغه ته كنځلې او دړكې كولې شي. د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د چوهدري فواد حسېن په بيان غبرګون
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار