اسلام آباد 09جنوری(اے پی پی) د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سيف د پاكستان سټارټ اپ فنډ جاري كړے دے ۔په دې اړه د نهې په ورځ دستوره وشوه۔په دستوره كښې د ملكي او غېر ملكي وينچر کیپیټلسټ٬سرماي?? كارۍ٬سفارتكارو٬ د نوموړو ټېكنالوجي كمپنو استازو او د آئي ټي او ټيلي كميونيكشن وزارت او ذيلي ادارو سينئر افسرانو ګډون كولو۔د پاكستان سټارټ اپ فنډ لانچنګ دستورې ته وين?? كولو په مهال ډاكټر عمر سيف ووئېل د پاكستان حكومت به هر كال پاكستان سټارټ اپ فنډ لپاره نزدې 2 اربه روپۍ بېلوي٬د دې د لارې نزدې 10 اربه روپۍ بهرنۍ سرماي?? كاري متوقع ده٬د دې فنډ مقصد په پاكستان كښې وينچر سرماي?? كاري تندول دي٬د دې فنډ څخه به سټارټ اپس ته مالي مرسته ترلاسه شي۔ډاكټر عمر سيف ووئيل پاكستان سټارټ اپ فنډ به د هېواد په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار ادا كړي٬د آئي ټي وزارت سټارټ اپس ته آسانۍ وركولو لپاره هڅې كوي٬تېرو څلورو كلونو كښې پاكستاني سټارټ اپس كښې نزدې 8000 ملين ډالره بهرني سرماي?? كاري شوې٬دغسې په هېواد كښې 8 نېشنل انكيوبيشن سينټرز سټارټ اپس سپورټ كوي٬دا مهال 8 زره څخه زيات سټارټ اپس كار كوي كومه چې د يو متحرك انټرپرينيويل لينډ سكيپ نخښه ده۔
د آئي ټي او ټيلي كميونيكېشن نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سيف پاكستان سټارټ اپ فنډ جاري كړو
مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج