سيالكوټ 15مارچ (اے پي پي)د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر وئېلي دي د سيالكوټ سوداګره ورورولي په ټوله نړۍ كښې يو نامه لري كومه چې د معياري څيزونو جوړولو سره د هېواد لپاره ګڼ اړخيزه زرمبادله راپېدا كوي او د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كولو سره په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په سيالكوټ كښې د يوې فيكټرۍ پرانستې په موقع په خپله وېنا كښې كړې۔ده په سيالكوټ كښې په پسرور سړك د كيپ ماؤنټ اپيكس پرائيوېټ لمېټډ په نامه د كارخانې پرانسته كړې۔د پرانستې دستورې په موقع په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل ايكسپورټ يوه داسې ذريعه ده كومه چې هېواد د معاشي ستونزو څخه ويستلې شي٬زه ډېر خوشحاله شوے يم چې شهر اقبال د هېواد معيشت استحكام لپاره خپل موثر كردار ادا كوي۔ده د فيكټرۍ چيف ايګزېكټو ګل شير خان او ډائرېكټر خان شهباز خان ته د فيكټرۍ په پرانسته مباركي وركړه او د هغوي په كاروبار كښې د پراختيا لپاره ئې د خير دعا وكړه۔په دې موقع د سيالكوټ چيمبر آف كامرس اينډ انډسټري پخواني سېكرټري نواز احمد طور٬حسن طور٬ظفرياب علي شاه پشمول سوداګرې ورورولي او د فيكټرۍ ملازمين هم موجود وو
ايكسپورټس هېواد د معاشي ستونزو څخه ويستلے شي٬د سيالكوټ سوداګرو په نړيواله كچه د هېواد نامه روښانه كوي۔د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر
مضمون کا ماخذ : بونانزا