اسلام آباد28ستمبر (اے پي پي)د ا??تص??دي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي ديپاکستان د افغانستان وګړو سماجي او ا??تص??دي ستونزو مخنيوي لپاره د هغوي بش??ړه مرسته كوي٬ د افغانانو ژوند او معاش بچ كولو لپاره په انساني بنيادونو په سمدستي توګه تكنيكي او مالي مرسته پكار ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهېپه ورځ افغانستان سره په دوه اړخيزه ا??تص??دي مرسته خبرو اترو لپاره د لوړې كچې غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ په غونډه كښې د فوډ سېكيورټي اېنډ ريسرچ وزير سيد فخر امام، د قامي سلامتيا او ستراتېژك پاليسي خاص سلاحكار ډاكټر معيد يوسف، د سټې?? بېنك ګورنر رضا باقر ، د واپډ چيئرمېن لېفټيننټ جنرل (ر) مزمل حسېن او نور چارواكي هم موجود وو۔ وفاقي وزير د موجوده صورتحال په تناظر كښې افغانستان لپاره د دوه اړخيزه ا??تص??دي مرستې اهميت رامخې ته كړو۔ ده ووئيل پاکستان د تعليم ، صحت او انفراسټرکچر پشمول بېلو څانګ?? كښې د 148.35 مېليونه ډالرو په لګښت 20 منصوبې د وړاندې نه پېل كړي او د 221.83 مېليونه ډالرو په لګښت په 9 منصوبو عمل روان دے۔ ده ووئيل پاکستان د افغانستان زده كوٶنكو ته په بېلو څانګ?? كښې درې زره علامه محمد اقبال سكالرشپس هم وركړي۔ په دې موقع د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام ووئيل د 14 مېليونه نه زياتو افغانانو لپاره د خوراك د شديد بحران پحقله رپورټس اندېښمن دي۔ په صورتحال د خپلې اندېښنې څرګندونې سره سيد فخر امام افغانانو لپاره د نړيوالې ورورولۍ د ملاتړ او يوالي په ضرو??ت زور رواړو۔ د سټې?? بېنك ګورنر د افغانستان بېنك ته په آسانۍ سره كار كولو لپاره مختلف آپشنز وركړل او په بيعه كښې استحكام ترلاسه كولو او معاش سنبهالولو مرستې لپاره ئې وړاندېزونه وركړل۔ په دې موقع معيد يوسف ووئيل د وسائلو اوورلېپنګ نه بچ كېدو لپاره كوټلې هڅې د وخت ضرورت دے۔ ده غونډه خبر كړه چې د وزيراعظم په سپارښتنو نيشنل سيکورټي ډويژن د عمل وړ پاليسي آپشنز لپاره بېلو شراكتدارو سره مشاورت هم پېل كړے۔ ګډون كوٶنكو ټولو اړوندو شراكتدارو سره د معنې وړ مشاورت لپاره د غونډې په تابيا د اي اے ډي د هلو ځلو ستائنه وكړه
افغانستان سره په دوه اړخيزه اقتصادي مرسته خبرو اترو لپاره د اقتصادي چارو وفاقي وزير عمر ايوب خان په مشرۍ كښې غونډه
مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia