اسلام آباد 05 اكتوبر (اے پي پي) د بينظير انكم سپورټ پروګرام ترمخه سيلاب ځپليو 2,527,253 كورنيو له 63 اربه څخه زياتي روپۍ وركړې شوي۔ د بينظير انكم سپورټ پروګرام (بي آئي اېس پي) تر مخه ج بلوچستان، سندھ، خېبر پښتونخوا، پنجاب او ګلګت بلتستان سيلاب ځپليو كورنيو له 25,000 روپۍ د يوي كورنۍ په سر مالي معاونت وركړے كېږي۔فلډ ريليف كېش اسسټينس ترمخه تر اوسه په مجموعي توګه 2,527,253 سيلاب ځپليو كورنيو له 63,181,325,000 روپۍ وركړې شوي۔ بلوچستان كښې سيلاب ځپليو 190,783 كورنيو له 4,769,575,000 روپۍ٬ سندھ كښې 1,738,587 كورنيو له 43,464,675,000 روپۍ ٬ خېبرپښتونخوا كښې 285,434 كورنيو له 7,135,850,000 روپۍ وركړې شوي ۔ دغس ېپنجاب كښې 312,019 كورنيو له 7,800,475,000 روپۍ ٬ ګلګت بلتستان كښې سيلاب ځپليو 430 كورنيو له 10,750,000 روپۍ وركړې شوي۔د شورو په ورځ په مجموعي توګه سيلاب ځپليو 27,178 كورنيو مرسته ترلاسه كړې ۔ په بينظير انكم سپورټ پروګرام هيډ كوارټر كښې يو كنټرول روم جوړ شوے دغسې چې د ورپو وركولو كښې سپيځلتيا باوري كړې شي
د بينظير انكم سپورټ پروګرام ترمخه سيلاب ځپليو 2,527,253 كورنيو له 63 اربه څخه زياتي روپۍ وركړې شوي
مضمون کا ماخذ : لیپریچون کی خوش قسمتی۔