ايوان په ما د اعتماد څرګندونه وكړه٬ كور ته كه مې ليږل غواړي زر ځله تللو له چمتو يم خو د دې ايوان عزت به نه خرابوم٬ د پارلمان عزت٬ احترام او آئيني اختيار د نړۍ يو طاقت نشې اخستې۔ وزيراعظم شهباز شريف


اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې ايوان په ما د اعتماد څرګندونه وكړه٬ كور ته كه مې لېږل غواړي نو زر ځله تللو له چمتو يم خو د دې ايوان عزت به نه خرابوم٬ د پارلمان عزت٬ احترام او آئيني اختيار د نړۍ يو طاقت نشې اخستې، قانون سازي د پارلمان اختيار دے او د اولس منتخب ايوان سره به دا اختيار تل وي٬ د پارلمان دا اختيار چېلنج كولو سر زوري وه، ګرد پاكستان كښې به هم په يو ورځ پاكې او سپېځلې ټاكنې كېږي، مونږ ته د دې هېواد د تعمير چې كوم مسوليت راكړے شوے دې د ھغه ترسره كولو ته دې پرېښودلے شوو۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ څخه د اعتماد ووټ ترلاسه كولو نه پس وزيراعظم خپله وېنا كښې ووئيل د لوي څښتن لاك لاك شكر دے چې دې ايوان د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په قرارداد ما له يو ځل بيا عزت راكړې٬ 180 پارلماني غړو په ما د اعتماد څرګندونه كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل زه د قامي اسمبلۍ سپيكر٬ د پاکستان پيپلز پارټۍ د شريك چيئرمېن آصف علي زرداري، خارجه وزير بلاول بھټو زرداري، د جے يو آئي (ف) امير مولانا فضل الرحمن، مولانا اسعد محمود، ډاکټر خالد مقبول صديقي، سردار اختر مينګل، خالد مګسي، چوهدري شجاعت حسېن، چوهدري سالك حسېن، ايمل ولي خان، امير حېدر خان هوتي، نوابزاده شاه زين بګټي، محسن داوړ، اسلم بھوتاني، پروفيسر ساجد مير، ډاکټر عبدالمالك، آفتاب شيرپاٶ، محمود اچکزئي، علي نواز شاه او د شاه اوېس نوراني پشمول د ټولو غړو د زړه له كومي مننه كوم او دوي له باور وركوم چې دې ايوان په ما د كوم باور څرګندونه كړې ده زه به ستاسو عزت ساتم او دا به كله نه خرابوم۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2018 كښې د هېواد معيشت په تندۍ سره ترقي كوله، او د دې نه پس يو فراډ الېكشن وشو او چې كوم ډول سازش وكړے شو٬ د ټولو په وړاندے دے ، د خواجه طارق رحيم او د ثاقب نثار د مبينه آډيو د لارې سازش رامخې ته شوې دې، په كال 2018 كښې پي ټي آئي كاميابولو لپاره بدترين ټګي شوې٬ د ازخود نوټس د لارې د هېواد حليه ورانه كړې شوه۔ وزيراعظم ووئيل د وخت وزيراعظم لوظ كړے ٶ چې د كال 2018 د انتخاباتو د ټګۍ د تورونو به تحقيقات كولې شي خو تر اوسه ونه كړې شول٬ د قامي اسمبلۍ سپيكر څخه مطالبه كوم چې د دغه ټګۍ تحقيقات وكړي دغسې چې قام ته معلومه شي چې څنګه د دوي مېنډېټ غلا كړې شوې وو۔ وزيراعظم ووئيل كله چې آئي اېم اېف سره زمونږ خبرې مخ په وړاندې روانې وې نو د دغه وخت د وزيراعظم عمران نيازي په اشاره دوه صوبائي وزيرانو د 22 كروړه اولس او هېواد لپاره ستونزې پېدا كولو لپاره په تحريري توګه وليكل چې مونږ شرائط نه منو، د سائفر پحقله هم ټول پوهه دي٬ امريكه په نښه كړې شوه دغسې سازش حكومت بدل كړو، د چين او روسيه پحقله هم دروغ ووئيلې شوو٬ د لوي څښتن په فضل و كرم او بيا د خارجه وزير او د پټروليم د وزير مملكت او د نورو وزارتونو په خوارۍ روسيه څخه به د ارزان تېل بېړۍ ډېر زر پاكستان ته راورسي، كه په هېواد كښې امپورټډ حکومت وي نو آيا روسيه به مونږ له ارزان تېل راكړې وې۔ ده ووئيل نن د پارلمان پرېكړې چېلنج كېږي٬ زه دې ايوان منتخب كړې يم ٬ نن پارلمان دلته پرېكړې كوي او كابينه پابند كوي نو زما فرض دي چې زه د دې ايوان د پرېكړو احترام وكړم۔ وزيراعظم اعلان وكړو چې په هر صورت كښې به د پارلمان پرېكړو سره ولاړ يو داسې نشي كېدې چې پارلمان يو قانون جوړ كړي او عدليه د دې قانون د كوم شكل اختيارولو نه وړاندې حكم امتناعي جاري كړي۔ وزيراعظم ووئيل آئين جوړول او پكښې بدلون كول د پارلمان اختيار دے، عدليه د آئين ري رائټ كولو اختيار نه لري ٬ د عدالت د توهين دړكه راكړې شوې او وئيلي شوي چې وزيراعظم د ايوان د اکثريت اعتماد د لاسه وركړې نو نن دې ايوان خپله پرېكړه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل چې مونږ د درې كيسزه بېنچ پرېكړه نه منو٬ ذوالفقار علي بھټو د ظلم او زياتۍ په سبب شهيد كړے شوے٬ نواز شريف نااهل كړے شوے، يوسف رضا ګيلاني نااهل كړے شوے او كه اوس ما كور ته لېږي نو زر ځله تللو له چمتو يم خو زه به د دې ايوان عزت نه خرابوم۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ته د خبرو كولو ووئيلې شوو٬ مونږ سياست وال يو زمونږ په لاس كښې ټوپك يا توپ څخه چې چاقو قدرې نشته۔ وزيراعظم په ډاګه كړه چې د مذاکراتو اېجنډا ګرد هېواد كښې په يوه ورځ پاكې او سپېځلې ټاكنې كول دي۔ ده ووئيل عدالت هر ځل په يو پنجاب كښې د الېكشن خبره كوي٬ خېبرپښتونخوا ورته ياد نه دے٬ هلته الېكشن سره هېڅ كار نه لري ٬ پاكستان څلورو صوبو سره په ګډه جوړېږي۔ وزيراعظم ووئيل د يو ګوند ناوړه اراده دا ده چې د جمهوريت په لمنه كښې دې فاش ازم او ډکټيټرشپ نافذ كړے شي، مونږ د دوي دور ليدې او په مړانه مو د دې مقابله وكړه او يو ورځ هم زندان ته په تګ مو وير نه دې كړې۔ ده ووئيل يوازې پنجاب كښې الېكشن سره به نورو صوبو ته څه پېغام لاړ شي او د يو ګوند په پنجاب كښې ګټې سره به په نورو صوبو څه اثر پرېوځي، دې له مونږ غواړو چې هم په يوه ورځ ګرد هېواد كښې پاكې او سپېځلې ټاكنې وشي۔وزيراعظم ووئيل عدليه لپاره دا يو لوے سوال دے چې يو خوا په اته اته دقيقو كښې اته ٬ اته كېسونو كښې ضمانتونه او د وېډيو لنك د لارې د وړاندې كېدو رعايتونه وركولې كېږي او بلخوا مونږ ٶ چې څو دقيقې به لېټ شو نو زمونږ په ضد به كاروايۍ پېل شوې، دا د انصاف د نظام دوه مخيزه معيار دے٬ ده ووئيل سياسي مخالفين به د عمران نيازي په دور كښې د اختر په شپه د كورونو څخه پورته كولې كېدل، د فريال تالپور غوندې د تور سرې لحاظ ئې هم نه ٶ كړې٬ زه عدليه ته دا وايم چې زمونږ نه د پوښتنې كولو نه وړاندې خپل هم احتساب وكړئ چې څومره ججز ته په كرپشن سزا وركړے شوې ده، هله به عدليه ته عزت ترلاسه كېږي، ټول قام په دې پوهېدل غواړي چې په دې هېواد كښې يو خوا د سلګونو په شمېر بندي داسې دي چې د ضمانت په درخواستونو ئې اته اته كاله سماعت نه كېږي٬ په داسې كښې يو نازبين له سوموټو ولې اخستې كېږي، د دې نظام بدلولو ته اړتيا ده۔ وزيراعظم اعلان وكړو چې د پارلمان عزت، توقير، احترام او آئيني اختيار د نړۍ يو طاقت نشي اخستې٬ د اولس منتخب دي ايوان سره به دا اختيار تل وي او زه دې پارلمان سره ولاړ يم او ولاړ به يم

متعلقہ مضامین

سلاٹس پر مفت اسپن کو کیسے متحرک کریں۔_سلاٹ بونس گیمز_علامتیں_آٹو پلے سلاٹ گیمز_فون سلاٹ گیمز کے ذریعے ادائیگی کریں۔ سلاٹ گیمز کے ساتھ کیسینو_آن لائن کیسینو سلاٹ مشینیں۔_عملی پلے سلاٹس_آٹو پلے سلاٹ گیمز_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں بہترین فطرت پر مبنی سلاٹس_سلاٹ مشین ایپس_Novomatic Slot Machines_افسانوی مخلوق سلاٹ مشینیں_سلاٹ مشین کے جائزے اور درجہ بندی پاکستان کے لیے ٹاپ اردو سلاٹ ایپس_آٹو پلے کی خصوصیات کے ساتھ بہترین سلاٹس_سب سے بڑے سلاٹ جیک پاٹس_مائیکرو گیمنگ سلاٹس_ویڈیو سلاٹس پر جیتنے کا طریقہ NetEnt Slot Games_iOS آلات پر سلاٹ گیمز کھیلیں_فوری جیت کے ساتھ سلاٹس_بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹ مشین_سلاٹ گیمز اسلام آباد میں مقبول ہیں۔ نیٹلر سلاٹس_پاکستان میں موبائل کے لیے مفت سلاٹ گیمز_پاکستان کے لیے آن لائن سلاٹس_گولیاں کے لیے مفت سلاٹ گیمز_ٹاپ ریٹیڈ سلاٹ ایپس بڑے جیک پاٹس کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_فوری کھیلنے کے اختیارات کے ساتھ سلاٹ گیمز_اردو میں کیسینو سلاٹس_پاکستانی کھلاڑیوں کے لیے آن لائن سلاٹ ٹورنامنٹ_ٹاپ سلاٹ گیم فورمز ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پلےٹیک سلاٹس_سلاٹ مشین_سلاٹ مشین کی ادائیگیوں کو محفوظ بنائیں_آئی فون پر سلاٹ گیمز ہائی لمیٹ سلاٹ مشینیں۔_سمندری ڈاکو سلاٹ مشینیں۔_فوری جیت سلاٹ مشینیں_کیسینو سلاٹ گیمز فیڈ بیک_ایک سے زیادہ بونس راؤنڈ کے ساتھ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس ارتقاء گیمنگ سلاٹس_اصلی پیسے کے لیے سلاٹس کھیلیں_ڈیسک ٹاپ پر سلاٹ گیمز کھیلیں_پے پال کے ساتھ سلاٹ مشینیں۔_کریڈٹ کارڈ سلاٹس