اسلام آباد۔3 دسمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي په كاروباري ورورولۍ او نجي تنظيمونو زور راوړے دے چې هغه دې خصوصي وګړو لپاره موقعې رامنځ??ه كولو كښې حكومت سره په ګډه كار وكړي۔ ??ه د خالي په ورځ په ګورنر هاؤس سندھ كښې د روغتيا نړيوالې ادارې تر سېوري لاندې د خصوصی وګړو په سرخط انټراېکټو ډائیلاګ ته خطاب كولو۔ په دې موقعه اولنۍ مېرمن ثمينه علوي هم موجود وه۔ صدر په دې خبره زور راوړو چې خصوصي وګړي په مركزي چوكاټ كښې شاملولو سره به د دوئي په ګټورو وګړو جوړولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ??در مملکت په وفاقي ٬ صوبائي حكومتونو او په اړوندو همكارانو زور راوړو چې هغه خصوصي وګړو لپاره د ملازمت زياتو نه ز ياتې موقعې رامنځ??ه كولو له دوئي ته ټېكنالوجيز رسولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ??در ووئيل د خصوصي وګړو اندراج لپاره د تعليمي او تربيتي ادارو ډاډګيرنه ضروري ده۔ ده ووئيل د هېواد د آبادۍ نزدې 10 فيصده برخه په خصوصي وګړو مشتمل ده۔ صدر د نادرا لخوا د معذورۍ كارډ اجرا كولو ستائنه وكړه۔ په دې موقعه صدر د وفاق او صوبائي حكومتونو كردار هم وستائلو۔ انټراېکټو ډائیلاګ كښې د روغتيا نړيوالې ادارې ٬ نادرا او نورو ادارو استازو ګډون كولو۔ دې نه و ړاندې د ډبليو اېچ او تكنيكي صلاحكارې ډاكټر مريم ملك ووئيل هر كال د خصوصي وګړو ورځې لمانځلې شي۔ ??ې ووئيل دا د سيريزدرېم ډائيلاګ دے او دا ډول دوه پروګرامونه دې نه وړاندې په اسلام آباد او خ??بر پښتونخوا كښې شوي دي۔
خصوصي وګړو لپاره موقعې رامنځته كولو كښې دې كاروباري ورورولي او نجي تنظيمونه حكومت سره په ګډه كار وكړي٬ صدر ډاكټر عارف علوي
مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ