اسلام آباد 07 جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د 7 اربه رېليف پیكج له مخې به په يوټېلټي سټورونو د(نن)نه چيني٬دالونه٬وريژې او غوړي د 7 روپۍ نه تر 40 روپۍ ارزان وركولې شي٬د يوټېلټي سټور څخه د څيزونو اخستوونكو شناختي كارډ لمبر به درج كولې شي٬په يوه مياشت كښې به مياشتنې ??اشن يوځل ترلاسه كولې شي٬يوټېلټي سټور كارپورېشن تر مارچ د 5 اربه خريداري كړې٬ډېر زر به د رېليف پیكج له مخې 50 ملينه غريب٬بې وسه او ناداره كورنيو ته راشن كارډونه وركړی شي٬د كمزورو طبقو ژوند خوشحالول د وزيراعظم عمران خان نصب العين٬د حكومت عزم او د مدينې ?? رياست د سوچ عكاسي ده۔د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډ??كټر فردوس عاشق اعوان د نهې پھ ورځ د يوټېلټي سټور كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنين علي خان او اېم ډي سره يوځاې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال و??ئي?? وزيراعظم د عام صارف آسانې٬د بې وسه٬كمزورو٬مستحقو او نادارو طبقو لپاره د رياست تحفظ باوري كولو لپاره د يو ټېلټي سټور كارپوېشن د لارې د رېليف وركولو اعلان كړې۔هغې و??ئي?? وزيراعظم لوظ كړې چې څنګه مالي پوزېشن مستحكم كېږي د دې رېليف او ګټه به د پاكستان اولس ته منتقل كولې شي۔هغې و??ئي?? د وزيراعظم د عزم واضحه څرګندونه ده چې يوټېلټي سټور ته دې د سبسډۍ ټول څيزونه باوري كړی شي۔د سپيځلې نظام له مخې به حقدار ته حق رسولې شي۔په اداره كښې دننه به هم خود احتسابي باوري كولې شي ۔په دې موقع د يوټېلټي سټورز كارپورېشن چيئرمېن ذوالقرنين علي خان و??ئي?? هغه د يو كال نه د چيئرمېن په توكه خذمات ترسره كوي كله چې مې ذمه وارۍ واخستې د ادارې 14 اربه بقاياجات پاتې وو ٬ له بلې خوا د يوټېلټي سټور كارپورېشن ملازمانو احتجاج كولو۔په دې صورتحال مو وزيراعظم سره خبرې وكړې او د وزيراعظم امر ؤ چې په 14 زره ملازمانو كښې څوك هم فارغ نه كړئ بلكې ټولو سره په ګډه كار كول دي۔ده و??ئي?? په ټول هېواد كښې يوټېلټي سټورونه په بشپړه توګه تيار دي٬په دې آئي ټي نظام لګولې كېږي او دې سره به ډېره بهتري راشي۔ده و??ئي?? د برانډ پراډكټ بيعه زمونږ په وس كښې نه ده ځكه يوټېلټي سټورز غوړي معرفي كړي٬دې سره به په بيعه كښې استحكام هم باوري كړی شي او اولس هم دا غوړي ډېر خوښ كړي۔ده و??ئي?? دا اداره پيسې ګټلو لپاره نه ده بلكې اولس ته رېليف وركولو لپاره جوړه كړی شوې۔د يوټېلټي سټور كارپورېشن اېم ډي و??ئي?? د وزيراعظم رېليف پیكج لپاره د پنځه ارب روپو خريداري شوې٬زمونږ په يوټېلټي سټورونو به بدلون تر نظره شي او د دې نه پس به د رمضان پیكج پیل شي۔ده و??ئي?? په يوټېلټي سټورونو به وړه د 808 نه تر 850 روپې 20 كلو او چيني 68 روپۍ كلو ترلاسه كېږي٬غوړي به د 30 نه تر 40 روپو٬دالونه او وريژې به د 20 نه تر 31 روپۍ په كمه بيعه وركړې شي۔ده و??ئي?? د سبسډۍ په ټولو څيزونو به مهر لګېدلې وي٬كه په ماركيټ كښې چرته په نظر راغللل نو د زونل او ريجنل منيجر په ضد به كاروائي كولې شي او د دوكاندار پھ ضد به هم مقدمه درج كولې شي
د وزيراعظم عمران خان د 7 اربه رېليف پیكج له مخې به په يوټېلټي سټورونو به د(نن)نه چيني٬دالونه٬وريژې او غوړي د 7 روپو نه تر 40 روپو ارزان وركولې شي
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا