اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی ??ی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكستان د انګېج افريقه پالېسۍ مقصد افريقائي هېوادونو سره سفارتي اړيكو او اقتصادي رابطو ته وده ور??ول دي۔ پاكستان به ډېر زر جبوتي كښې خپل ريذيډنټ سفارتي مشن جوړ كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د شورؤ په ورځ د جمهوريه جبوتي د قومي اسمبلۍ صدر محمد علي حامد په مشرۍ كښې د پاكستان په دوره راغلي پارليماني پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ وزيراعظم د جبوتي د پلاوي تود هركلے وكړو۔ هغه ووئيل د دواړو ور??ڼو هېوادونو ترمينځه د سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه دريځ كښې همغږي ليدې شي۔ وزیراعظم عمران خان او د جبوتی پلاوي بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته د ودې ور??ولوپه اړه د خپل عز?? څرګندونه وكړه۔ د جبوتي د قومي اسمبلۍ صدر د پاكستان د تاريخي ملاتړ ستائنه وكړه او هيله ئې ولرله چې د جبوتي پارليماني پلاوي د پاكستان دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي
وزيراعظم عمران خان سره د جمهوريه جبوتي د قومي اسمبلۍ صدر ملاقات
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان