اسلام آباد 25 مارچ (اے پي پي) خار??ه وزري شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان پشمول منطقه كښې امن او استحكام لپاره به د خپلو شريكو ذمه واريو پالنه كوؤ۔ د دې خيالاتو څ??ګندونه ده د ګل په ورځ پاكستان او د ارواپائي ائتلاف پلاوي ترمېنځه ستراتېژكي خرو اترو پھ مهال كړې۔ د اروپائي ائتلاف پلاوي مشري فېډریکا موګیریني او د پاكستاني پلاوي مشري خار??ه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي كوله۔ د مذاكراتو په مهال په ګڼ اړخيزه اړيكو ٬ منطقه كښې د امن صورتحال پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څ??ګندونه وشوه ۔ دواړو ډلو د پاكستان او اروپائي ائتلاف ترمېنځه د موجوده دوه اړخيزه اړيكو په نوعيت د اطمينان څرګندونه كړې ۔ دواړه ډلې د تجارت ٬ سرمايه كارۍ د اوږدې مودې پرمختګ ٬ د توان په څانګو كښې دوه اړخيزه شراكت دارۍ ته سلا شوي۔ په دې موقع د اروپائي ائتلاف د خارجه چارو مشر فېډریکا موګیریني ووئيل چې پاکستان كښې جمهوري استحكام او د حكومت اصلاحاتي اېجنډا د ستائنې وړ ده۔ د اروپائي ائتلاف لخوا د غريبۍ ختمولو ٬ صحت ٬ تعليم ٬ تجارت ٬ توان ٬ موحوليات او د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې د مرستې عنديه وركړې۔ خار??ه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشي د پلوامه پېښې نه پس په مقبوضه كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو د روانو سنګين خلاف ورزيو څ??ه د اروپائي ائتلاف پلاوي خبرې كړو۔ فېډريكا موګېرېني ووئيل اروپائي ائتلاف په افغان امن عمل كښې د پاكستان موثره كردار ته په درنه سترګه ګوري۔ مخدوم شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د پاکستان او افغانستان پشمول منطقه كښې امن او استحكام لپاره به د خپلې شريكې ذمه وارۍ پالنه كوي۔
د پاکستان او د اروپائي ائتلاف ستراتېژكي خبرې اترې
مضمون کا ماخذ : پاور بال