اسلام آب??د 11 ستمبر(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي د پاكستان تر ټولو لويه اثاثه صلاحيت لرونكې ځوانان دي٬په پاكستان كښې د لو??و مېدانونه آب??دولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ د مكس مارشل آرټس څانګه كښې حكومت به د پاكستان فېډرېشن سره پورا مرسته كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان مكس مارشل آرټس فېډرېشن عهديدارو او لو??غاړو سره په خبرو كښې كړی چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كوونكو كښې د پاكستان مكس مارشل آرټس فېډرېشن صدر عمر احمد٬چيمپئينز ايمان خان٬بانو بټ٬ د بریو کامبیټ فیډریشن ??نرز رضوان علی، ضیاء مشواني او اسماعیل خان شامل وو۔په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ٬د انفارمېشن ??ېكنالوجۍ وزير مملكت شزه فاطمه خواجه٬د وزيراعظم د يوته پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رومينه خورشيد عالم٬بدر شهباز او اړوند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان تر ټولو لويه اثاثه د پاكستان صلاحيت لرونكي ځوانان دي٬ په انټرنیشنل مکس مارشل آرټس فیډریشن ایشیئن چیمپئن شپ كښې د پاكستان لو??غاړو لخوا د 12 ميډال په ګټلو د هېواد او قام سر په وياړ هسك كړے۔زما پورا خواهش دے چې د پاكستان لو??غاړي هم دغسې په نړيواله كچه مقابلو كښې به د هېواد او قام نامه روښانه كوي۔ ده ووئېل تاسو ټولو لو??غاړو سره په ملاقات كولو ډېر خوشحاله شوے يم٬تاسو د پاكستان قيمتي اثاثه يۍ۔ستاسو ټولو صلاحيتونو ته په كتلو اطمينان محسوس كړم چې د پاكستان سباؤن روښانه دے۔ده ووئيل د مكس مارشل آرټس په څانګه كښې به حكومت فېډرېشن سره بشپړه مرسته كوي٬پاكستان كښې د لو??و ميدانونه آب??دولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان خادم ذمه وارۍ سنبهالولو نه پس پاكستان سپورټس انډاؤمنټ فنډ٬د لو??و مقابلو او لو??غاړو سليكشن ??پاره سپيځلتيا باوري كولو په څير اقدامات شوي۔ده ووئيل د وزيراعظم په حېث زه دا خپل فرض ګڼم چې د پاكستانو لو??غاړو نړيوالو مقابلو كښې ګډون لپاره هر ډول مرسته وكړو۔ د مكس مارشل آرټس فېډرېشن ??اكستان كښې نړيوالې مقابلې كول د ستائنې وړ دي۔په دې موقع وزيراعظم په دې وروستيو كښې د فېډرېشن او وزيراعظم يوته پروګرام په مرسته د شوو مكس مارشل آرټس نړيوالو مقابلو په اړه خبر كړو چې پكښې د 18 هېوادونو څخه 300 اتهليټس برخه اخستې٬پاكستاني اتهليټس 4 سلور ميډال هم ترلاسه كړي او د پاكستان دوه مېرمنو فائټرز ګولډ ميډلز ګټلې دي ۔ګولډ ميډلز ګټوونكو لو??غاړو كښې ايمان خان او بانو بټ سره نورو لو??غاړو وزيراعظم د خپلې خپلې كاركردګۍ نه خبر كړو ۔وزيراعظم ته د مكس مارشل آرټس څانګې پرمختګ لپاره تجاويز هم وركړے شول ۔وزيراعظم اړوندو چارواكو ته په تجاويز غور او مشاورت كولو سره زر عملدرآمد لپاره د لائحې وړاندې كولو سپارښتنه وكړه۔
د لوبو ميدانونو آبادولو ته پام لرنه كوو٬د مكس مارشل آرټس په اړه به حكومت د پاكستان فېډرېشن سره پورا مرسته كوي۔وزيراعظم شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : jogos de raspadinha