نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار سره د ازبک خارجه وزير ملاقات


اسلام آباد 08 مئي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار او د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ترمېنځه د شورو په ورځ په خارجه دفتر كښې يو په يو ملاقات وشو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر اسحاق ډار د بختيار سيدوف د پاکستان په دوره كولو هركلے وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوستۍ قوي اړېكې موجود دي۔ ده ووئيل پاکستان ازبکستان سره تجارت او د اقتصادي مېدان پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې زياتول غواړي۔ په دې موقع د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف ووئيل دلته په راتګ خوشحاله شوم٬ پاكستان زمونږ دوېم كور دے۔ ده ووئيل پاكساتن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوٶ۔