اسلام آباد 27 جون (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير اسعد محمود وئيلي دي الېکټرانك ټولنګ سسټم سره به د ټول ټېکس وصولۍ پحقله سمه ډېټا راغونډولو له مرسته تر لاسه شي۔۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل هائي وے اتھارټي او فرنټئير ورکس آرګنائزېشن ترمېنځه د موټروېز اي ټولنګ تنصيب لپاره د لوظنامې لاسليك دستورې په مهال خپلو خبرو كښې كړې۔ د اېن اېچ اے وياند لخوا د جاري اعلاميې له مخې وفاقي وزير اسعد محمود د لاسليك په دستوره كښې خاص مېلمه ؤ ٬ په دې موقع د اېن اېچ اے او اېف ډبليو او ترمېنځه د موټروېز اي ټولنګ تنصيب د اوو كالو په لوظنامه لاسليك وشو۔ په دې موقع د اېن اېچ اے چارواكو وفاقي وزير ته د لوظنامې د شقونو پحقله بريفنګ وركړٶ۔ وفاقي وزير ووئيل الېکټرانك ټولنګ سسټم سره به د ټول ټېکس وصولۍ پحقله سمه ډېټا راغونډولو له مرسته تر لاسه شي۔ ده ووئيل د اي ټولنګ سسټم په سبب به په سفر كښې روانې باوري شي او د وخت بچت سره سره به تجارتي هلې ځلې هم ګړندۍ شي
الېکټرانك ټولنګ سسټم سره به د ټول ټېکس وصولۍ پحقله درست ډېټا راغونډولو له مرسته تر لاسه شي۔ مولانا اسعد محمود
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا