د پوځ سرلښكر سيد عاصم منير سره د آسټريليا د ډیفنس فورسز مشر جنرال اینګس جے کیمپبل وليدل ، آئی ایس پی آر


۔19مئی(اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير سره د آسټريليا د ډیفنس فورسز مشر جنرال اینګس جے کیمپبل د اتوار په ورځ ليدلي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د ملاقات په مهال دوئي په پېشه ورو چارو په كومو كښې چې په خاص توګه د نړوالې او سيمه ايزې سلامتيا چاپېريال او د دواړو وسله والو ځواكونو ترمينځه همكارۍ شامل وه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو ملټری ټو ملټری مرستې ته لا پراختيا وركولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ آسټریلوی چیف آف ډیفنس فورسز د پاكستان د وسله والو ځواكونو د اعلی پېشه ورو معياراتو ٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د دوئي په ښكاره كاميابو او سيمه ايز امن او استحكام ته وده وركولو له د دوئي پرله پرېسې هڅې وستائلې۔