اسلام آباد۔13مارچ(اے پی پی)د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي په ټولنه كښې مېرمنو له د يرې او خطرې نه بغېر٬بلا امتياز او د هغوي د خوښې له مخې د كار كولو سازګار ماحول وركول پكار دي٬د پوليس اهلكارو سړو او مېرمنو پیشه واره تربيت په سازګار ماحول كښې كول پكار دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نېشنل ويمن پوليس كنفرنس پرانستې سېشن ته د وېنا كولو په مهال كړی۔سېنېټر اعظم نذير تارړ ووئېل په دې كنفرنس كولو منتظيمونو ته مباركي وركوم۔پوليسنګ فار ويمن يا بائي ويمن د وخت ضرورت دے ٬ د مذهب پشمول كوم هم څيز مېرمنې د هغوي د خوښې څخه د پیشه وره ذمه وارو ادائيګۍ څخه نشي منع كولې ۔ده ووئيل مونږ له په ټولنه كښې مېرمنو ته بلا امتيا او د هغوي د خوښې سازګار ماحول وركول پكار دي۔ده ووئيل د قانون سازۍ د لارې د مقدمو ترسره كولو طريقه كار وضع كړے شوے خو په دې قانون عملدرآمد يو لوي چېلنج دے۔د قانون سازۍ ګټه هغه وخت وي كله چې په دې عملدرآمد ممكن شي۔د دې مقصد لپاره مونږ له د هڅو كولو ضرورت دے۔ده ووئيل مېرمنې كه تهاڼې ته خپلې ګيلې له لاړې شي نو هلته هغوي ورسره همدردانه سلوك كول او په ښه ډول پیش كېدل پكار دي دغسې چې د هغوي دننه احساس راپیدا شي چې مونږ ته به انصاف ترلاسه كېږي٬ ده ووئېل مېرمنې دې هم د ظلم كونكې په ضد د اودرېدو همت او طاقت پېدا كړي۔ده ووئيل د پوليس اهلكارو سړو او مېرمنو پیشه وره تربيت په داسې ماحول كښې پكار دے چې د دې اثر د هغوي په ټولنه كښې د رويې څخه څرګند شي۔ده ووئيل په هېواد كښې 80 فيصده مېرمنو ته زمونږ د مرستې او تحفظ ضرورت دے۔په پاكستان كښې د امريكې سفير ډونلډ بلوم دستورې ته د وېنا كولو په مهال د مېرمنو پوليس اهلكارو په تربيت كښې په مرسته د خېبرپښتونخوا او د سندھ پوليس افسرانو ستائنه وكړه۔ده ووئيل په دې كنفرنس كښې د ګلګت بلتستان او پاكستان څلورو واړو صوبو څخه ميرمنې پوليس كنفرنس كښې موجود دي۔ ده ووئېل پاكستاني پوليس په خاص توګه د خېبرپښتونخوا٬پیښور او كراچۍ پوليس د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې غېر معمولي قربانۍ وركړي۔دغسې يونائټډ سټېټس انسټي ټيوټ آف پيس(يو اېس آئي پي)كنټري ډائرېكټر عمران خان دستورې ته د وېنا كولو په مهال د خپلې ادارې لخوا د هر ممكنه مرستې باور وركړو۔
په ټولنه كښې مېرمنو له د كوم امتياز نه بغېر او د هغوي د خوښې له مخې د كار كولو سازګار ماحول وركول پكار دي۔اعظم نذير تارړ
مضمون کا ماخذ : قسمت کا پہیہ