اسلام آباد۔31 جنوری(اے پی پی) 05 فروري د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځلو له چمتوالے نيولے ش??ے ۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د كشمير چ??رو وزارت سېكرټري جواد رفيق ملك په مشرۍ كښې اسلام آباد كښې يوه غونډه كښې د كشمير يووالي ورځې چمتوالي نيولو ته ح??مي شكل وركړے ش??۔ په غونډه كښې د كشمير چ??رو ايډيشنل سېكرټري ٬ د ګلګت بلتستان جوائنټ سېكرټري ٬ د آزاد جموں وكشمير كونسل جوائنټ سېكرټري ٬ د داخله او خارجه وزارتونو ٬ د پېمرا ٬ رېلوے ٬ اېوي اېشن ٬ اېڼ اېچ اے ډويژنونو او د ګلګت بلتستان او آزاد كشمير په شمول د څلورو واړو صوبو استازو او د مهمو اد??رو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د غونډې مشري كولو په مهال د كشمير چ??رو وزارت سېكرټري ووئيل د مقبوضه كشمير مظلوم اولس سره د يووالي څرګندونه كول زمونږ ذمه واري او قامي فرض دے۔ ده ووئيل په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستاني او كشميري وګړو لخوا د يووالي څرګندونې سره د كشميري اولس ډاډګيرنه كېږي۔ ده د ټولو اد??رو لخوا په نيولي شوي چمتوالي د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل ټولې ادارې او پاكستانے اولس به په جوش او ولوله د كشمير يووالي دستورو كښې ګډون وكړي او دې سره به نه يواځې د كنټرول لائن بل اړخ ته پېغام لاړ شي بلكې ګردې نړۍ ته به دا باور وركړے ش?? چې د پاكستان حكومت او اولس كشميري وګړو سره ولاړ دي او تر هغه وخت به په قلار نه كښېني تر كومې چې دوئي ته د دوئي پېدائشي حق ترلاسه شوے نه وي۔ په غونډه كښې د ټولو اړوندو اد??رو استازو د كشمير يووالي ورځې په مناسبت سره د نيولے ش??ي چمتووالي په اړه ګډون كوؤنكي خبر كړل او د دې عزم پخلے ئې وكړو چې د دې ورځې په بشپړه ډول لمانځلو كښې به هېڅ ډول بې غوري نه كېږي۔
پنځمه فروري د كشمير يووالي ورځې په توګه لمانځلو له چمتوالے نيولے شوے
مضمون کا ماخذ : تعداد بہت زیادہ ہے۔