واشنګټن 20 اکتوبر (اے پي پي) د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ وئيلي دي چې د پاكستان معيشت تسلسل او كاميابې سره د استحكام په پلو روان دے٬ په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارې بې شمېره موقعې موجود دي٬ بايد د دې څخه امريكائي سرمايه كار او كمپنې استفاده وكړي۔ ده دا خبرې د يو اېس پاكستان ب??نس كونسل لخوا د ده او د ده د پلاوي په درنښت كښې جوړې شوې دستورې ته پ?? خپله وېنا كښې وكړې۔ دا پلاوې د آئي اېم اېف او نړيوال بانك په كلنو غونډو كښې ګډون كولو لپاره ده سره امريكې ته ??للې دے۔ دستورې ته ?? وېنا كولو په مهال د خزانې سلاكار په پاكستان كښې د كاروبار اسانيې لپاره د حكومت په هڅو تفصيلي رڼا واچوله او د امريكې كمپنو او سرمايه كارو ته ??ې په پاكستان كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه۔ د خزانې سلاكار او د ده پلاوي د آسيائي پرمختيائي بانك صدر سره هم ملاقات وكړو۔ د خزانې سلاكار هغه د پاكستان د دورې كولو بلنه وركړه كومه چې ده قبوله كړ??۔ هغه پاكستان سره د مرستې كولو باور هم وركړو۔
د وزيراعظم د خزانې او محصولاتو سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : quina resultados anteriores