اسلام آباد۔31مارچ (اے پی پی داخله وزير رانا ثناﺀ اللہ خان وئېلې دي ما تر ننه نه دي اورېدلي چې د سپریم کورټ فیصله په يو سرکلر ختمه كړې شي ، د سپریم کورټ د دې بینچ فیصله به تر هغه وخت برقرار وي تر څو چې هغه چیلنج نشي ، كه فل بینچ د دې پرېكړه ونه كړي نو انصاف به كېدونكے نه ښكاري ۔ ده د جمعې په ورځ د سپریم کورټ نه بهر خبريالانو سره خبرې كولې ۔ وفاقی وزیر ووئېل په دوو صوبو كښې د انتخابات كولو په كېس کښې جسټس مندوخیل د سماعت نه معذرت کړے او اختلافي نوټ كښې لېكلې دي چې د رائے اغستو نه بغېر فیصله لېكلې شوې ، دا صورتحال ډېر افسوسناک دے او د قامي پیښې نه كم نه دے ۔ د جسټس قاضی فائز عیسیٰ د بینچ پرېكړه نه چیلنج كېږي، هغه به فیلډ ہولډ کوي ، دا بینچ د 9 ججانو نه شروع شو او 3 ته راغلو، يو معزز جج د وړاندې نه د بینچ نه جلا شوے او بيا د بینچ برخه دے۔ ده ووئېل يوې فتنې هېواد تر دې ځايه رارسولے، د دغې فتنې د پاکستان د سیاست نه لر كول ډېر ضروري دي ، چیف جسټس دې د دې خبرې جائزہ واخلي چې په هېواد كښې فتنه څنګه معارفي شوه۔ ده ووئېل دغه فتنه غواړي چې هېواد كښې اړے ګړے وي، دا اسمبلۍ په آئیني توګه نه دي ماتې كرې شوي ، د دواړو صوبو وزرااعلی ګانو اسمبلۍ نه دي ماتې كړي ، د دغې فتنې تکبر، ضد یا ایجنډا دا وه چې اسمبلۍ ماتې كړي او دغې يو سړي بحران راپیدا کړے ۔ ده ووئېل كه په قاضي فائز عیسیٰ ریفرنس جاري كړے شوے نه ؤ نو دا بحراني کیفیت به نه رامخې ته كېدو ۔ ده ووئېل ججانو ته درخواست دے چې انصاف كول دې ښكارا شي ،كه قام ته هم انصاف ښكاره نشو نو دا هېواد به اړي ګړي ته لاړ شي ۔ ده ووئېل چې كوم جج صاحب جلا شوے هغه ډېر سینئر دے ٬ د هغه اختلافي نوټ ډېر افسوس ناک دے او دا خبره زمونږ د بارز لپاره هم يوه المیه ده
ما تر ننه نه دي اورېدلي چې د سپریم کورټ فیصله په يو سرکلر ختمه كړې شي ، رانا ثناﺀ اللہ
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II