اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي اولس ته د راتلونكې لوي اختر د رخصتيو په مهال د کرونا وائرس نه بچ كېدو لپاره د اختياط كولو او په اېس او پيز د عمل كولو مشوره وركړې ده۔ صدر مملکت د ګل په ورځ خپل ټويټ كښې په اولس زور رواړے چې د كرونا په اېس او پيز عمل وكړئ٬ ځان٬ خپل دوستان او كورنۍ د رنځ نه بچ كړئ۔ صدر مملكت خپل يو زوړ پوسټ هم ټېګ كړے چې پكښې ھغه مشاهده كړې جې د كرونا خطر كم شوے خو وبائي رنځ اوس هم په لويه كچه موجود دے۔ ده اپيل وكړو چې د كرونا نه بچ كېدو لپاره د اېن سي اوس لخوا په جاري كړي اېس او پيز عمل وكړئ۔
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت