اسلام آباد 01 دسمبر(اے پی پی)پاكستان د هند په غېر قانوني قبضه كښې جمو او كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو د تشويش څرګندونې سره وئېلي دي چې په مقبوضه سيمه كښې چارواكي د كشميريانو سره ناروا سلوك كوي۔د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پرېس بريفنګ په مهال ووئيل څو ورځې وړاندې ګاندر بل ضلع كښې شير كشمير يونيورسټي آف ايګريكلچر سائنس اينډ ټېكنالوجي 7 زده كونكو د كركټ ورلډ كپ فائنل مېچ كښې د آسټرېليا د هند په ضد جشن لمانځلو نيولې شوي۔وياندې د رپورټس په اړه ووئيل چې دغه كسان د هند د ترهه ګرۍ مخ نيوي قانون له مخې نيولې شوي۔دې ووئيل دا اقدام د هند د ترهه ګرۍ مخ نيوي قوانين غلط استعمال او د ترهه ګرۍ د تورونو د غلط اطلاق ښكاره څرګندونه ده۔دې ووئيل د ملګرو ملتونو خاص يوې ډلې وړاندې په دې خبره زور راوړې چې هند د ترهه ګرۍ مخ نيوي قوانين فريم ورك د غلط استعمال لپاره جوړ كړې۔وياندې هيله څرګنده كړه چې دغه زده كونكي به په سمدستي توګه راخوشې كړې شي۔
هند دې جمو او كشمير كښې د رائے اختلاف زورولو لپاره د ترهه ګرۍ استعمال بند كړي ۔د خارجه دفتر ويانده ممتاز زهر بلوچ
مضمون کا ماخذ : apostas lotomania