اسلام آباد۔4اپریل (اے پی پی)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ په شام كښې د ایران په قونصلګرۍ د اوسني بريد سخته غندنه كولو سره وئېلي دي په منطقه كښې د اسرائیل ’مهم جوئي ‘ د قبلولو وړ نه ده، غزہ كښې د اسرائیل ظلمونه او د وړاندې نه غیر مستحکمه سيمه كښې په غیر ذمه وارہ بريد اسرائيل ځواب وركونكے پكار دے ۔ د زيارت په ورځ اوونيز پریس بریفنګ كښې وياندې ووئېل په دې اوونۍ كښې د شام په ښار دمشق كښې د ایران سفارتخانې په قونصلر سیکشن غیر ذمه وار بريد څخه منطقه كښې د اسرائیل مهم جوئي يوې نوې كچې ته رسېدلې ، دا بريد د ملګرو ملتونو د چارټر، د ڼريوال قانون او د کنونشنز خلاف ورزي ده ۔ دې ووئېل د تېرو شپږو مياشتو په مهل اسرائيل د نړيوال بشري قانون منظمې خلاف ورزۍ وكړې، د انساني بحران ښکار خلقو له په خوراک وړونكې انساني امدادي قافله بريد كول د ڼړيوال بشري قانون سخته خلاف ورزي ده ۔ غزہ كښې په انساني امدادي قافلو د اسرائیل د بريدونو غندنه كولو سره وياندې د انصاف نړيوال عدالت په عارضي احکامات “سمدستي ، مکمل او موثر” عملدرآمد او د اسرائیل په جرائمو د نړيوال احتساب غوښتنه وكړه ۔ وياندې ووئېل مونږ په 25 مارچ په منظور كړے شوي د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قرارداد 2728 مکمل او تند عملدرآمد لپاره د خپلې مطالبې پخلے كوو د كوم په نتیجه كښې چې د مستقل جنګ بندۍ، د انساني مرستې په وركړه كښې ولاړ خنډان دې لر كړے شي او د وګړو تحفظ دې باوري كړے شي ۔ دې د ایران په سوئېلي ختيز ولايت سیستان او د بلوچستان په ښارونو راسک اور چابهار كښې د زيارت په ورځ د تره ګرۍ د بريد هم غندنه وكړه او د ایران حکومت او اولس سره ئې د پاکستاان لخوا د يووالي څرګندونه وكړه ۔ دې ووئېل د پاکستان حکومت او اولس د ایراني صدر ابراہیم رئیسي دورې ته منتظر دے ۔ شام كښې په شوي ترهه ګر بريد خبرو كښې وياندې ووئېل د قانون نافذ کونكې ادارې د دې پیښې تحقیقات کوي او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ له ئې د پاکستان د عزم پخلے وكړو ۔ دې ووئېل د ترهه ګرۍ بريد نه وروستو چینائي فرمونو په منصوبو کار په عارضي توګه اودرولے ؤ خو د سیکورټي آډټ نه ورستو كار بيا پېل كړے شو ۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې د دغې خبرې پخلے وكړو چې پاکستان به د ټي ټي پي سره هيڅ خبرې نه كوي او د افغان عبوري حکومت څخه هيله لرو چې هغه د پاکستان دننه د ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې ككړو عسکریت خوښو ډلو یا قواؤ په ضد کارروائي وكړي۔ پاکستان څخه د غیر قانوني غیر ملکي وګړو وتلو په اړه وياندې ووئېل دا پالیسي د افغانانو لپاره مخصوص نه ده بلکې په دې كښې پاکستان كښې غیر قانوني مېشته ټول غیر ملکیان شامل دي ۔ دې ووئېل د غیر ملکیانو يو محدود شمېر د هېواد څخه ويستلے شوے ځكه چې زياتره په خپله خوښه بېرته تللي ۔ دې ووئېل د پاکستان په ون ویزہ پالیسۍ كښې هيڅ بدلون نه دے راغلے ځكه پاکستان ته راتلونكو ټولو غیر ملکیانو سره سم پاسپورټ او ویزہ پكار ده ۔ دې میډیا ته ووئېل د نیشنل سکیورټي ډویژن سیکرټري وقار احمد د شنګھائي مرستې تنظیم د سکیورټي کونسل د سیکرټریز په 19 مه غونډه كښې ګډون له د آستانه، قازقستان دورہ وكړه چې پكښې سټرټیجک امنيتي چارو ته پام لرنه شوې ۔ خپل بیان كښې سیکرټري په منطقه كښې د ترهه ګرۍ کارروائیانو اثرات په اړه ګډون كونكې خبر كړل او د ترهه ګرۍ بنیادي وجوهات مقابلې له ئې په يوه كوټلې تګلاره زور راوړو ۔ وياندې مېډيا ته ووئېل په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان نائب مستقل استازے عثمان جدون د 2024 لپاره د ملګرو ملتونو د وسلو كمولو کمیشن چیئرمین وټاكلے شو۔ دې هيله څرګنده كړه چې د خپل صدارت په مهال به سفیر جدون ګڼ اړخيزه، مکالمه او د مرستې اصول برقرار وساتي او د ملګرو ملتونو د وسلې كمولو کمیشن مینډیټ له به وده وركړي ۔د هند په غېر قانوني تسلط لاندې مقبوضه جموں و کشمیر په صورتحال رڼا اچولو كښې وياندې ووئېل د هند قابضو چارواكو يو ځل بيا د سری نګر په عید ګاہ كښې د واړه اختر مونځ كولو له د اجازې وركولو نه انكار كړے ۔ دې ووئېل د سري نګر د تاریخي جامع مسجد خطیب او د سینئر کشمیري لارښود میر واعظ عمر فاروق د خپلو پلرونو نيكونو په یاد كښې راجوړې دستوره كښې د ګډون كولو نه ايسارولو لپاره په كور نظر بند كړے شوے ۔ مونږ په هندي چارواكو زور راوړو چې هغوي د مقبوضه جموں و کشمیر د خلقو د پرامن اجتماع او مذهبی آزادۍ د حق احترام وكړي ، دغسې پاکستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د قراردادونو تر مخه د کشمیر مسئلې منصفانه او پرامن حل لپاره د خپلو کشمیریانو وروڼو او خوېندو سیاسي ، سفارتي او اخلاقي مرسته روانه ساتي ۔
شام كښې د ایران په قونصلګرۍ د اسرائیل بريد ‘ د قبلولو نه دے، د خارجه دفتر ويانده ممتاز زهرہ بلوچ اوونيز پریس بریفنګ
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا