اسلام آباد 12 مئي (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې بلاول صاحب ستا يوازې يو قابليت رامخې ته شوې ، هغه په پرچه ﴿وصيت﴾ چيئرمېن جوړېدل خو د 13 كلونو څخه سره د صوبائي حكومت د سندھ د غريبانو حالت زار ښه نه كړے شو. بلاول صاحب ته او ستا د سندھ حكومت چرته دے، وئيل غواړې چې د كراچې، لاړكانه، سكھر او حېدر آباد پشمول د ټول سندھ اولس مو په مافيا او ګرانفروشانو په څو خرڅ كړے. د شورو په ورځ په خپل يو بيان كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې د سندھ واكمن په خواږه خوب وېده دي او د روژې په مياشت كښې د سندھ اولس د ګرانې په جرنده كښ دل شو، مشوره ده چې د سندھ حكومت د بلاول بهټو او د هغه د كورنې د پروټوكول ، خاطر مدارت نه فارغ شي نو د سندھ حېدر آباد پشمول د سندھ د سبزې، مېوو منډيانو او د عامو ماركيټونو په پلو دې لاړ شي. ده ووئيل چې د اندېښنې خبره ده چې په سندھ كښې د ضرورت څيزونه 85 فيصد ګران دي. ده ووئيل چې د شمارياتو ادارې له مخې نن هم په سندھ كښې ژوندې چرګ په 385 روپې او د چرګې غوښه په 550 روپې كلو ده خو سركاري نرخ 138 روپې دے. ده ووئيل چې په تېر وخت كښې په بې نظير انكم سپورټ پروګرام كښې د كرپشن نوي ريكارډونه جوړ شوي دي. ستا په سرپرستې كښې ستا خلقو د 14 اربه غنم غېب كړل او وئيل شول چې د 14 اربه غنم مږو وخوړل. ده ووئيل چې اومني ګروپ كرپشن او ايان علي مني لانډرنګ ستاسو ښه پېژندګلي جوړه شوې. دا دې ووئيل شي چې د سندھ اولس ته د كومې ګناه سزا وركول كېږي. د سندھ اولس د غربت خاتمې ته دې پام وكړے شي.
بلاول د 13 كلونو څخه سره د صوبائي حكومت د سندھ د غريبانو حالت زار ښه نه كړے شو. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں