اسلام آباد 04 اکتوبر(اے پی پی) د كورنيو چارو لنډ مهاله وفاقي وزير سرفراز بګټي په پاك افغان پوله د ډزو غندنه كولو سره وئېلي دي په پاك افغان چمن پوله په باب دوستي د افغانستان د اړخه ډزې شوې دي ۔د ډزو په نتيجه كښې د پاكستان دوه وګړي شهيدان دوه ژوبل شوي چې پكښې يو ماشوم هم شامل دے٬دا ډول پېښې به په هېڅ صورت ونه زغملې شي ۔په خپل يو بيان كښې د كورنيو چارو نګران وزير ووئيل د افغانستان د اړخه په ډزو د پاكستان ځواكونو د تحمل او زغم څرګندونه كړې۔د وګړو موجودګۍ له امله ځوانانو د ځوابي ډزو څخه ډډه كړې۔ده ووئيل هيله لرو چې د افغانستان حكومت به دا پېښه سنجيده وګڼي او سخته كاروائي به وكړي۔دا ډول پیښې په دوه اړخيزه اړيكو منفي اثرات مرتب كوي۔
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے